شاته
کابل کې د امریکا سفیر: زموږ لپاره سوله ستر لومړیتوب دی
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس په لومړي ځل څرګنده کړه چې هېواد ته یې د افغانستان د ټاکنو پرتله د دغه هېواد سوله لومړیتوب لري. ښاغلي بس په مزارشریف کې خبریالانو ته وویل چې دوی هغه مهال خپل ځواکونه له افغانستانه باسي چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي.