BBC
 شاته

طالبان: د سولې خبرو نهم پړاو پیل شوی

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي د سولې خبرو اترو نهم پړاو پرون پنجشنبه په دوحه کې پيل شوی دی. سرچينې وايي د خبرو اترو په دغه پړاو کې به د امريکا د استخباراتي شتون او يا نشتون، د طالب بنديانو پرېښوول او د سولې د تړون پلي کېدا پر لارو چارو خبرې کېږي. د امريکا ځانگړي استازي زلمي خليلزاد وړمه ورځ د طالبانو له مرستيال مشر ملابرادر سره هم دوه په دوه کتلي و.