BBC
 شاته

خلیلزاد: د سولې هوکړې ته چمتو یو

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د سولې نهم پړاو خبرو لپاره قطر ته روان شوی دی. ښاغلي خلیلزاد ویلي، امریکا هوکړې ته چمتو ده او وبه کتل شي چې طالبان هم چمتو دي او که نه. ولسمشر ټرمپ ویلي، د افغان حکومت، طالبانو او نورو ښکېلو غاړو سره خبرې کوي او د جګړې ختمولو لپاره بېلابېلې لارې لري چې یوه یې د ده په وینا له طالبانو سره خبرې دي.