BBC
 شاته

عمران خان د لوی درستیز جنرال باجوه کاري موده وغځوله

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه کاري موده درې کاله نوره غځولې. اوس به نوموړی د روان کال د نومبر میاشتې پر ځای د ۲۰۲۲م کال په نومبر میاشت کې تقاعد شي. ځینو کسانو پر دې ګام نیوکه کړې ده