BBC
 شاته

ارګ: د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسره کېدو کې هېڅ شک نشته

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پنجشنبه کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو په اړه باید هېڅ شک موجود نه وي. نوموړي ټینګار وکړ چې امریکا او اروپایي ټولنه د دې ټاکنو ملاتړ کوي او حکومت یې ترسره کولو ته ژمن دی