BBC
 شاته

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د منډو ترړو لومړۍ ورځ

د افغانستان د راروانو ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو د ټاکنیزو ډلو منډې ترړې تېره شپه (جولای ۲۸) دوولس بجې رسماً پیل شوې. دغه مندې ترړې به تر ۶۰ ورځو روانې وي او د رای ورکونې له ورځې ۴۸ ساعته مخکې پای ته رسېږي. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د دغو کمپانونو د لګښت کچه له پخوا ۴۰ برابره ډېره کړې.