BBC
 شاته

"کراچۍ کې د پخواني طالب مشر ملا منصور کاروبار"

د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې ادعا کړې، چې د افغان طالبانو مخکيني مشر، ملا اختر محمد منصور، په دغه هېواد کې د ځمکو او کورونو کاروبار کاوه او اوس یې مالومې شوې شتمنۍ کنګل شوې دي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې هغه په دوو جعلي نومونو پاکستانۍ پېژندپاڼې یا شناختي کارډونه لرل او هلته یې بانکي حسابونه هم جوړ کړي وو.