شاته
افغان حکومت او وسله وال طالبان یو بل د جګړې په سختولو تورنوي
د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وايي، دوی پر وسله والو طالبانو بریدونه ډېر کړي او په خبره یې، تر هغو به دا بریدونه دوام کوي چې طالبان سولې ته چمتو شي. بل لور ته طالبانو ویلي، ښارونو کې یې پر دولتي هدفونو بریدونه د دې لپاره بیا زیات کړي چې د دوی په ټکو، په کلیوالو سیمو کې د حکومت پلوه ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.