شاته
ننګرهار او تخار کې بریدونو او چاودنو مرګژوبله اړولې
تخار کې د پولیسو پر پوستو د وسله والو طالبانو برید کې، لږ تر لږه ۱۶ سرتېري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي. دغه برید تېره شپه په اشمکش ولسوالۍ کې شوی دی. بل لور ته د ننګرهار په خوږياڼو کې د ولسي خلکو پر موټر چاودنې د شپږ مېرمنو په ګډون ۷ کسان وژلي او څلور نور ژوبل دي.