BBC
 شاته

د افغانستان ولسي جرګې د ولسمشر ټرمپ څرګندونې وغندلې

د افغانستان ولسي جرګې نن چارشنبه د بحث اصلي اجنډا همدې موضوع ته ځانګړې کړې وه. د ولسي جرګې ډېر غړي د افغانستان په اړه د ډونالډ ټرمپ او عمران خان پر څرګندونو غږېدل. د جرګې د وکیلانو غبرګونونه نسبتاً توند وو. دوی د ولسمشر ټرمپ څرګندونې د ډيپلوماتیکو اصولو او د همکارۍ روحیې خلاف وبللې.