BBC
 شاته

ارګ له سپينې ماڼۍ د ټرمپ څرګندونو په اړه سپيناوی غوښتی

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ددې هېواد په اړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو وضاحت غوښتی دی. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ددې هېواد په اړه د امریکا د ولسمشر ورستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، افغان ملت هېڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.