BBC
 شاته

سوریه کې هوايي بریدونو ۳۱ کسان وژلي

مرسته کوونکي او ټولنیز فعالان وايي چې د سوریې په شمالي برخه کې پر یو بازار هوايي برید ۳۱ کسان وژلي دي. دا سیمه د حکومت د وسله والو مخالفینو په ولکه کې ده. دوی وايي د ادلب په سویل معرة النعمان ښار کې جنګي الوتکو بمباریو کې لږ تر لږه پنځوس کسان ټپیان شوي دي او پراخه ویجاړي یې رامنځ ته کړې.