BBC
 شاته

'د ښوونځیو ماشومان باید رسمي غونډو کې د مېلمنو هرکلی ته ونه درول شي'

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، له دې وروسته هیڅ دولتي چارواکی حق نه لري چې د ښوونځيو ماشومان رسمي غونډو یا د هرکلي مراسمو کې ودروي. د افغانستان پوهنې وزارت چارواکي وايي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي، چې د دغه امر له پلي کولو سر غړونه وکړي.