BBC
 شاته

"ایراني ځواکونو خلیج کې د تېلو دوه برتانوۍ بېړۍ ونیولې"

ایراني رسنۍ وایي، د دې هېواد د انقلابي ګارډ ځواکونو جمعه ناوخته د خلیج په اوبو کې د برتانیا د تېلو دوه لېږدوونکې بېړۍ یا ټانکرونه نیولي. وروستي رپوټونه وایي چې یوه بېړۍ بېرته پرېښول شوې خو دویمه د ایران پر لور روانه کړل شوې. لندن کې د برتانیا حکومت د کابینې بېړنۍ غونډه رابللې وه چې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي