BBC
 شاته

د ایران اټومي تړون په اړه د درې اروپايي هېوادونو اندېښنه

د برتانيا ، فرانسې او جرمني مشرانو داسې مهال د ايران اټومي پروگرام په اړه د خبرو يوه گډه غوښتنه کړې، چې د واشنگټن او تهران ترمنځ ترينگلتيا لوړې کچې ته رسېدلې ده. د برتانيا لومړۍ وزيره تيرزا مې، د فرانسي ولسمشر ايمانوئل مکغون او د جرمني صدراعظمې انگلا مرکيل ويلي دوى انديښمن دي چې له ايران سره نړيوال تړون ښايي لا پسي جنجالي شي.