شاته

میدان وردګ؛ د افغان پوځ عملیاتو کې د مرګ ژوبلې ضد و نقیض رپوټونه

د میدان وردګو ولایت ځایي چارواکي وايي د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ په بلندخېل، کماخېل او چوپان کلیو کې يې د طالبانو د سرې قطعې ۲۴ وسله وال وژلي. خو د میدان وردګو ځايي اوسېدونکي وايي په دغو شپنیو عملیاتو کې ټول ملکي وګړي وژل شوي