BBC
 شاته

خلیلزاد: له بین الافغاني خبرو پیلېدو سره سم باید دایمي اوربند پیل شي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د افغان سولې په تړاو چین کې د جوړې شوې غونډې ګډونوالو هوکړه کړې چې طالبان، افغان حکومت او نور افغانان ژر بین الافغاني خبرې پيل کړي. نوموړی همداراز وايي، له بین الافغاني خبرو پیلېدو سره باید هر اړخیز او دایمي اوربند هم پیل شي.