BBC
 شاته

راشد خان د افغان کرېکټ لوبډلې کپتان وټاکل شو

د افغانستان کرېکټ بورډ راشدخان د ګلبدن نایب پر ځای د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان په حیث اعلان کړی دی. د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي پخواني لوبډلمشر اصغر افغان د راشد خان د مرستیال په توګه اعلان کړ. راشد خان د ټولو دریو ډولونو کرېکټ لوبو لپاره لوبډلمشر ټاکل شوی.