BBC
 شاته

امریکا د ښځو فوټبال نړیوال جام اتله شوه

د امریکا د ښځو د فوټبال نړیوال جام سیالیو په پایلوبه کې د یکشنبې پر ورځ هالنډ ته دوه پر صفر ماتې ورکولو سره دغه سیالۍ وګټلې او د خپلې اتلولۍ دفاع یې وکړه. د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو ښه لوبه وکړه، خو امریکا په دوه نیمایي کې دوه ګولونه وکړل او جام یې خپل کړ