BBC
 شاته

ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: ځینې نوماندان وارمخکې کمپاین کوي

د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره له وخت مخکې کمپاینونو او د ملاتړې نوم لیکنې په بهیر کې په بې نظمي اندیښنه ښيي. کمیسیون وايي، دا وخت دوی په دې اړه د ور رسیدلو شکایتونو پر څیړلو او د ولسمشری هغو کاندیدانو ته د سپارښتنو پر لیږلو بوخت دي چې په بېلابېلو پلمو يي ټاکنیزې هڅې چټکې کړې.