BBC
 شاته

فاریاب کې توغنديو لګېدو ۴ کسان وژلي او ۳۶ ټپیان دي

د فاریاب ولایت چارواکي وایي چې ددې ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ مرکز کې څو هاوان توغندي لګېدلي چې له امله یې ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته ویلي، توغندي هغه وخت لګیدلي چې خلک د جمعه بازار لپاره ولسوالۍ مرکز ته ورټول شوي و.