شاته
افغانستان کې دوه امریکايي پوځيان وژل شوي
په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو ویلي، په دې هېواد کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي. په خبرپاڼه کې د وژل کېدو دقیق ځای نه دی ښودل شوی. خو وسله والو طالبانو ویلي، د وردګو ولایت سید اباد ولسوالۍ کې یې یوه کمین کې دوه امریکايي عسکر وژلي.