شاته
د ایران - امریکا ترینګلتیا؛ نړیوالو بازارونو کې د زرو او تېلو بیې ختلې
د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیا په ډېرېدو سره د نړۍ په مالي بازارونو کې د زرو بیه پاموړ ختلې، چې دا په تېرو شپږو کلونو کې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي. د زرو د بیې ختلو اصلي لامل د احتمالي پوځي اړدوړ رامنځ ته کېدو له کبله د خطر پېښېدل په ګوته شوي.