BBC
 شاته

د مصر پخوانی ولسمشر یوازې د کورنۍ په شتون کې خاورو ته وسپارل شو

د پخواني ولسمشر محمد مرسي زوی عبدالله محمد مرسي د دوشنبې پر ورځ رویټرز خبري اژانس ته وویل، مصري چارواکو د دوی هغه غوښتنه رد کړه چې په خپل کلي کې یې د ولس له ګډون سره د پلار خښولو لپاره کړې وه. ښاغلي مرسي پرون دوشنبه د قاهرې په یوه محکمه کې ساه ورکړه.