BBC
 شاته

اسراییلو د ټرمپ په نوم نوی ښارګوټی پرانیست

اسرایلي لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو او هلته د امریکا سفیر د جولان په لانجمنه سیمه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نامه د یوه ښارګوټي د نومولو مراسمو کې ګډون کړی. دغه نوی جوړېدونکی ښارګوټی د امریکا ولسمشر ته د درناوي په پار 'د ټرمپ د لوړو' په نامه نومول شوی چې پرون یې پرانېستونکي مراسم وو.