BBC
 شاته

'یو کال کې ایران ته له افغانستانه نژدې ۵ میلیارده ډالر قاچاق شوي'

پر ایران د امریکايي بندیزونو په سختېدو سره دغه هېواد ته له افغانستانه د امریکايي ډالرو د قاچاق بهیر چټک شوی دی. یوې باوري دولتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې په تېر زېږدي کال کې له افغانستانه نژدې پینځه میلیارده ډالر په ناقانونه توګه بهر ته ایستل شوي دي. سرچینه زیاتوي چې دا اټکل د مرکزي بانک د مالي استخباراتو د موندنو په بنسټ شوی دی.