شاته

په پېښور او مردان کې بمي چاودنو ۱۷ کسه ووژل

د جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا د مردان په سيمه کې له یوې محکمې سره نږدې په ځانمرګي بريد او د پېښور د عیسویانو د اوسېدو په سیمه (کرسچن کالوني) کې په یوه بله ترهګریزه حمله کې د پولیسو په ګډون ۱۷ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۱ کسه نور ټپیان شوي.

د تیرکال د ډسمبر په میاشت کې په مردان کې په یوې دولتي ادارې باندې د جمعیت الاحرار ډلې له خوا په ورته یوه حمله کې هم ۲۰کسه وژل شوی و .

په مردان کې د ژغورنې د عملې یو مسئول حارث حبیب د رویټرز خبري آژانس ته وویل

لومړۍ یوه کوچنۍ چاودنه او ورپسې یوه بله لویه چاودنه وشوه.

د ژغورنې د عملې د کارکونکو په وینا د مردان په برید کې ۱۲ کسه وژل شوي او شاوخوا ۵۱ نور ټپیان شویدي.

د مردان د پېښې ټپیان سیمه ایز روغتون ته انتقال شول.

د مردان د پېښې ټپیان سیمه ایز روغتون ته انتقال شول.

په مردان کې د دغه ځانمرګي بريد څخه څو ساعته وړاندې دپيښور په ورسک روډ کرسچن کالوني کې د وسله والو بریګردودبريد څخه وروسته دامنيتي ځواکونواو بریدکوونکو ترمنځ نښته کې يو عام وګړى او څلور ځانمرګي بريدکونکي ووژل شول.

دپېښوراو مردان دبريدونو مسئولیت له پاکستاني طالبانو جلا شوې ډلې جماعت الاحرار په غاړه اخیستی. د دغې ډلې ویاند احسان الله احسان د رویټرز خبري آژانس ته په استول شوي بیان کې په پاکستاني محکمو د نورو بریدونو خبرداری هم ورکړی.

دغه بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې د پاکستان پوځ د وسله والو سخت دریځو پرضد د خپلو کامیابیو اظهار وکړ.

Mardan, Pakistan

Mardan, Pakistan

د دغو بریدونو په وړاندې د پاکستان صدراعظم نوازشریف په خپل غبرګون کې وویل چې دا ډول بریدونه د تروریزم پرضد جنګ کې د دوی عزم نشی کمزوری کولی. او زیاته یې کړه چې دغه بریدونه د ترهګرو کمزوري ښيي ځکه په اسانه اهدافو بریدونه کوي.