BBC
 شاته

جلال اباد کې ځانمرګی برید؛ لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي دي

د ننګرهار ولایت مرکز مرکز جلال اباد ښار کې نن پنجشنبه یوه خانمرګي برید لږ تر لږه ۸ کسان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي. برید د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې شوی. تر دې دمه چا د برید مسوولیت نه دی منلی.