BBC
 شاته

افغانستان د نړۍ تر ټولو نا امنه هېواد وبلل شو

په یوه تازه درجه بندۍ کې افغانستان له سوریې مخکې شوی او د نړۍ تر ټولو نا امنه هېواد بلل شوی دی. دغه درجه بندي د سولې او اقتصاد انسټیټیوټ له لورې خپره شوې ده چې مرکز یې د اسټرالیا په سډني کې دی. څېړنه کې ویل شوي، تېرو پنځو کلونو کې لومړی ځل په اوسط ډول نړۍ کې امنیت یو څه ښه شوی دی.