BBC
 شاته

افغانستان کې لاهم شاوخوا ۲ میلیونه ماشومان درانه کارونه کوي

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي څه باندې دوه ميليونه افغان ماشومان د خپلو کورنيو د اقتصادي چلوونې له پاره په کار بوخت دي چې سم نيمايي يې سخت کارونه کوي. د وزارت په وينا ، د جگړې ، بي وسۍ او بيوزلۍ له کبله کورنۍ اړوتې چې د زده کړې پرځاى پر خپلو ماشومانو کار وکړي.