شاته

جمهور رئیس غني: د سر په بیعه اصلاحاتو ته دوام ورکوم

جمهور رئیس غني د ملي یووالي په حکومت کې د اصلاحاتو له روان بهیر څخه یو ځل بیا ملاتړ کړی او ویلي دي، که دا اصلاحات هغه ته د سر په بیعه هم تمام شي ورته به دوام ورکړي.

ښاغلي غني وویل"دلته تغیرات ضرورت دی اصلاحات ضرورت دی، الکوزی صاحب ډار مه کوه دا هغه ولسمشر نه دی چې له اصلاحاتو څخه وتښتي دا هغه ولسمشر دی چې حاضر دی د اصلاحاتو څخه خپل سر قرباني کړي".

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د جمعې په ورځ له غرمې وړاندې د لومړۍ میرمنې رولا غني بي بي ګل سره یوځای د کابل ښار په شمال ختیځ کې د خواجه رواش په نوم د استوگنې یوه ستره پروژه پرانیستله.

دا پروژه چې ۷۸ بلاکونه او د استوگنې ۲۱۱۴ اپارتمانونه لري، د افغان حکومت او د خصوصي سکټور په ګډه پانګونه جوړه شوې چې ښارجوړولو د وزیر سعادت منصور نادري په وینا پرې نږدې ۹۲ میلیونه امریکایي ډالر په مصرف رسیدلي دي.

جمهور رئیس غني په افغانستان کې د اوسیدانې د کورونو د ستونزې هوارول د خپل حکومت په لومړیتوبونو کې یاد کړل او ویې ویل چې پخپله یې د راستنیدونکو افغانانو او بې ځایه شویو کورنیو لپاره د کورونو د برابرولو په برخه کې یوه ځانګړې طرحه جوړه کړې ده.

ښاغلي غني د دغې پروژې بشپړیدل په افغان حکومت، خصوصي سکټور او خلکو د باور د پیدا کیدو په برخه کې یوه مهمه پروژه یاده کړه او دغه چاره یې په دې برخه کې لومړی قدم وباله.

جمهور رئیس وویل "لاره اوږده ده اما که اول قدم مطمئن نه وي او اعتبار نه وي نور قدمونه نشو اخیستلی، نو ځکه دا پروژه ډیره ضرور وه او دا پروژه ماته امتحاني پروژه وه، امتخان په دې و، چې هغه اعتبار چې ولس له لاسه ورکړی وو بیرته یې په لاس اخیستلی شو اوکه نه".

د کورجوړولو د دې پروژې کار د افغانستان د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي د حکومت په دوره کې څلور کاله وړاندې پیل شوی وو، خو د کار د بشپړیدو لپاره د لازمې بودیجې د نشوالي له امله د پروژې کار چې د خلکو څخه هغوی ته د کورونو د ورکولو په بدل کې د پیسو په راټولولو پیل شوی وو، د څو کلونولپاره وځنډیډ.

ښاغلي غني له همدې امله د خلکو څخه د هغوی پر صبر او زغم مننه وکړه.

جمهور رئیس غني وویل، چې خلکو ته د کورونو د برابرولو په برخه کې یې لومړنۍ ژمنه د افغانستان د امنیتي ځواکونو وژل شوو منسوبینو کورنیو ته د کورونو برابرول دي.

هغه د افغان امنیتي ځواکونو څخه د مننې پر وخت وویل چې جګړه پر افغانانو تپل شوې ده.

ښاغلي غني وویل "مونږ جنګ نه غوښته، زما ارزو، زما هیله، زما ژمنه سوله ده، اما افغان په ننواتو سوله نه کوي، هرڅوک چې په دې فکر دی چې ولسمشر د افغانستان به چاته په ننواتو لاړ شي دا ارزو به ګور ته یوسي".

جمهور رئیس د امنیتي ځواکونو سرتیرو ته د اوسیدانې لپاره د کورونو د برابرولو ترڅنګ وویل، چې افغانستان ته د راستنیدونکو کډوالو تمه هم داده چې په خپل وطن کې شرعي جایداد ولري.

د افغانستان جمهور رئیس وویل چې کله، کله دې د کارونو د اجرا لپاره پر خپلو مامورینو باندې د فشار څخه هم کار اخلي.

ښاغلي غني وویل " فشار هم ضروري دی او مجبوري ده، ځکه ما باندې فشار د چا دی، زما بادار څوک دی، د افغانستان کونډه، زما بادار څوک دی، هغه څلویښت فیصده خلک چې په ورځ کې یو ځل ډوډۍ خوري او سبا ته اندیښمن دي، زما بادار بې ځایه شوی دی، زما بادار مهاجر شوی دی، زما بادار فقیر دی".

جمور رئیس غني وویل خدای ورته دا قوت ورکړی چې زرورو ته سر ټیټ نه کړي او د غربیانو خادم اوسي.

ښاغلي غني وویل " که خدای له جنګه خلاص کړلو یو دلیل زه فکر کوم دا خلک چې غواړي جنګ راباندې راولي پوهیږي چې که زما وخت فارغ وي نو دا اقتصاد به انشالله څلور چنده تیز شي او تیزیږي که دوی خیال کوي چې زه خوب ته ضرورت لرم نو ځان غولوي، شاید تاسو ویښ نه اوسئ خو زه مجبور یم چې ویښ اوسم".

جمهور رئیس غني وویل، کوم دولت چې د ملت اعتبار ورسره نه وي هغه پر ځای نه شي پاتې کیدلی، زمونږ د خلکو ټولو قربانیو ته په درناوي سره ثبات د ټوپک په زورنه راځي بلکې د خلکو په باور راځي.

ښاغلي غني وویل "له همدې امله باور ولرئ هغوی چې شورماشور کوي د دې لپاره چې د نورو ملیاردونو ډالرو څښتنان نه شي کیدلی د هغوی شورماشور ته زه پاملرنه نه کوم. سړی یو ورځ پیدا شوی څوک پوهیږي چې څوک مخکې ځي او څوک شاته ځي بیرته تګ ته سلسله د مراتب نشته او نه داده چا چې څه پیدا کړي دي په اخیر کې سړی یوازې دی او په قبر کې یوشی چې سړي سره پاته کیږي د هغه عمل دی".

هغه وویل، که زه یې سم وینم نو ملت پرله پسې، دوامداره او عملي اصلاحات غواړي.

جمهور رئیس غني له خلکو وغوښتل چې د اصلاحاتو په هکله دې خپل اواز اوچت کړي.

هغه وویل "اصلاحات د ولس په ګټه دي د نوک په اندازه یو اقلیت دی چې فکر کوي دوي په خطر کې دي، وو سړیه څه مې درسره کړي دي، ولس دې ودریږي مونږ ولس سره یو".

د ښار او کور جوړولو وزیر سعادت منصور نادري غونډې ته په وینا کې وویل، چې ژر به د چین او قطر د هیوادو په مرسته د نورو کورونو جوړولو پروژې هم پیل شي.

همدې غونډې ته د یو شمیر ساختماني شرکتونو په استازیتوب خلیل احمد سلیمانخیل د جمهوررئیس غني څخه وغوښتل چې د افغان سوداګرو او پانګه والو امنیت ته دې پاملرنه وکړي.