BBC
 شاته

افغان حکومت لسګونه طالب بنديان له زندانونو خوشي کړل

افغان دولت لسګونه طالب بندیان له زندانونو خوشي کړي، دا کسان د هغو نژدې ۹۰۰ بندیانو له منځه دي چې ولسمشر غني يي د اختر په ورځ د خوشي کېدو اعلان کړی و. د سرچینې په وینا ټاکل شوې روانه اوونۍ د څرخي پله د زندان په ګډون له څو نورو محبسونو هم لسګونه بندیان خوشي شي.