BBC
 شاته

فراه کې یوه کس د خپلې کورنۍ ۱۰ غړي وژلي

د فراه د ولایتي شورا غړي داد الله قانع بي بي سي ته ویلي چې د فراه د خاک سفید په سرکاریز سیمه کې یوه کس د خپلې کورنۍ لس غړي او یو ګاونډی وژلي دي. د ده په خبره پېښه تېره ورځ (غبرګولي ۱۹) یولس بجې هغه مهال رامنځ ته شوې چې دغه کس د کورني تاوتریخوالي او لفظي شخړې وروسته د خپلې کورنۍ د غړو، خپلوانو او ګاونډیانو په ګډون ۱۱ کسان وژلي او څوارلس نور یې ټپیان کړي دي.