BBC
 شاته

"د فوټبال فدراسیون پخواني مشر له قضايي تعقیبه ځان پټ کړی"

یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ومنله چې د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر کرام الدین کریم چې د نجونو فوټبالغاړو د جنسي ځورونې په تور یې د نیولو حکم شوی، ورک دی. لویه څارنوالي وایي د ښاغلي کریم د نیونې حکم یوه میاشت وړاندې هغه مهال وشو چې د جنسي ځورونې قضیه کې د تحقیقاتو له پاره ورنغی.