BBC
 شاته

کرېکټ نړیوال جام: د افغانستان او نیوزیلنډ تر منځ لوبه پیل شوه

د ۲۰۱۹ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو لړ کې نن (شنبه جون ۸) د انګلنډ ټاونټن لوبغالي کې د افغانستان او نیوزیلنډ تر منځ لوبې پچه نیوزیلنډ وګټله او لومړی یې توپ اچوونه غوره کړه. د نن لوبې لپاره په افغان لوبډله کې درې بدلونونه راغلي او اکرام علي خېل، نور علي ځدراڼ او افتاب عالم لوبډله کې اخیستل شوي دي.