شاته

د نېزې وهنې افغان لوبغاړی پارا المپیک سیالیو کې ګډون کوي

د افغانستان د نېزې وهنې یو تن لوبغاړي د لومړی ځل لپاره د برازیل د ریو ښار د پارا المپیک په سیالیو کې ګډون کوي.

د افغانستان د معلولینو فدراسیون رئیس کبیر خوشبین نن ازادي راډیو ته وویل چې نعیم دراني له پنځو پلاویو سره په دغو سیالیو کې ګډون کوي.

د ښاغلي خوشبین د معلوماتو له مخې د پارا المپیک نړیوالۍ سیالۍ تر راتلونکو شپږو ورځو پیلېږي.