BBC
 شاته

"کومانډو ځواکونو د طالبانو له زندانه لسګونه بندیان خوشي کړي"

د افغانستان د فاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کمانډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو له زندانه ۸۳ کسان ازاد کړي دي. دغه عملیات د تېره شپه (غبرګولي ۱۵) د شاخ په نوم سېمه کې د طالبانو په یوه پټ زندان تر سره شوي دي