BBC
 شاته

کرېکټ نړیوال جام: د افغانستان او شري لنکا لوبه د باران له کبله درول شوې

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې نن افغان کرېکټ ملي لوبډلې او شري لنکا تر منځ لوبه روانه ده. د کارډېف سوفیا ګارډن لوبغالي کې د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې شري لنکا ته د توپوهنې یا بټېنګ بلنه ورکړه. د لوبې له پیله مخکې ګهیځ وختي کارډېف کې باران وشو او د لوبې پیل پر مهال هم اسمان وریځو نیولی و.