شاته

WFP وايي، افغان جګړې د دوی په کارونو هم ناوړه اغېز کړی

د خوړو نړيوال سازمان یا "ډبلیو.اېف.پي" وايي چې په افغانستان کې روانې جګړې د دوی په کارونو هم ناوړه اغېز کړی.

د دغه سازمان عمومي مشرې ارټارین کازین کابل ته د یوه څلور ورځني سفر په پای کې نن خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د "ډبلیو.اېف.پي" تقریباً ۱۰ فیصده کارونه د روانو جګړو له امله ټکنۍ شوي دي.

مېرمن کازین زیاته کړه:

"ګڼې ننګونې موجودې دي، له هغې جملې په افغانستان کې روانې جګړې دي چې موږ اړ شو څو په یو شمېر سېمو کې خپل فعالیتونه محدود کړو."

خو مېرمن کازین وویل چې دوی دا مهال په ځینو سېمو کې د یو شمېر سیمه ییزو همکارانو په مرسته خپل خدمات لرو پرتو سېمو ته رسوي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په‌دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې جګړو زور اخېستی او ډيری کورنۍ له خپلو سېمو بې ځایه شوي دي.