BBC
 شاته

پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاج؛ په سیمه کې پنځه مړي موندل شوي

د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د پاکستان پوځ او پښتون ژغورنې غورځنګ ترمنځ 'نښته' کې د درېیو کسانو له وژل کېدو وروسته اوس پاکستانی پوځ وايي، سیمه کې پنځه نور مړي موندل شوي دي. تر اوسه جوته نه ده چې دغه کسان د تېرې ورځې نښته کې وژل شوي او که نه.