شاته
منظور پښتین: شمالي وزیرستان کې پوځ د غورځنګ پر پلویانو برید کړی
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښیتن بي بي سي ته ویلي، په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د غورځنګ پر پلویانو برید کړی دی. خو د پاکستان پوځ بیا ادعا کړې چې د غورځنګ غړیو د دوی پر پوستې برید وکړ، چې په ځوابي ډزو کې يې درې بریدکوونکي وژلي دي