BBC
 شاته

وروستیو سېلابونو هرات او غزني کې لس کسان وژلي

په افغانستان کې د طبیعي پېښو د مدیریت وزارت وايي، چې هرات او غزني کې وروستیو سېلابونو لږ تر لږه لس کسان وژلي دي. د دغه وزارت مرستیال، اسلم سیاس بي بي سي ته وویل، چې د نهو کسانو مړینه په هرات او د یوه په غزني کې ثبت شوې او په دغو قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم دي.