BBC
 شاته

هند ټاکنې؛ د لومړي وزیر نرېندرا مودي ګوند بریا تر لاسه کړې

د هند ټولټاکنو کې له پراخ بري وروسته به د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي د پنځو نورو کلونو لپاره واک کې پاتې شي. د پارلماني ټاکنو تر اوسه اعلان شوې پایلې ښيي چې د ښاغلي مودي بي جې پي ګوند د هندي پارلمان له ۵۴۳ څوکیو ۳۰۰ څوکۍ ګټلې دي.