BBC
 شاته

د ولسي جرګې مشر د لانجو له کبله بیا هم مالوم نه شو

د افغانستان ولسي جرګې لپاره د رییس د ټاکلو پر سر لانجه په څلورمه ورځ هم حل نه شوه او د پنجشنبې په ورځ د جرګې فوق العاده ناسته بې پایلې پای ته ورسېده. د جرګې په نننۍ غونډه وکیلان د تېرې ورځې په شان، له څو ګړیو لانجو وروسته له غونډې ووتل او د جرګې د رییس پر سر بحث راتلونکې شنبې ته وغځېد.