BBC
 شاته

یونيسف: افغانستان کې ۲ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي

ملګري ملتونه وايي، وچکالۍ او خوارځواکۍ په افغانستان کې شاوخوا دوه میلیون ماشومان او نیم میلیون میندواره میندې له خطر سره مخ کړي دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف په خپل وروستي کلني رپوټ کې چې نن (سه شنبه غويي ۳۱) خپور شو ویلي، په دې هېواد کې لاهم د تغذیې وضعیت په خطرناک حالت کې دی.