BBC
 شاته

پېښور او مردان کې ځانمرګو بریدونو کې ۱۰ کسان وژل شوي

د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور او مردان سیمو کې په دوو بېلابېلو ځانمرګونو بریدونو کې لږ ترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل دي. د پېښور برید مسوولیت له پاکستاني طالبانو جلا شوې ډلې جماعت الاحرار منلی خو د مردان پړه لا چا پر غاړه نه ده اخستې.