شاته

ولسي جرګه و نه توانېده لومړنۍ غونډه کې رییس وټاکي

د افغانستان ولسي جرګه کې نویو ټاکل شویو استازو نن خپله لومړنۍ عمومي غونډه وکړه. په غونډه کې نژدې ټولو وکیلانو برخه اخیستې وه، چې د ولسي جرګې رییس او اداري پلاوی وټاکي، خو دغه غونډه بې پایلې تر سره شوه. اکل شوې راتلونکې اونۍ کې به د شنبې پر ورځ د رایې اچولو لپاره د ولسي جرګې دویمه غونډه کېږي.