شاته

صحرا کریمي د افغان فلم مشره ټاکل شوې

د افغانستان د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون ویلي د صحرا کریمي په نامه یوه ښځه د افغان فلم ادارې د مشرې په توګه ټاکل شوې ده. افغان فلم د افغانستان د سینما یوازېنی دولتي بنسټ دی. دغه ۹۰ کلن ارشیف ډېر بډایه مستند اثار لري چې د ۹۰مې لسیرې د کورنیو جګړو ډېر مواد پکې خوندي دي.