BBC
 شاته

د قطر خبرې؛ لانجه اواره شوې پلاوي پر شپږو موضوعاتو خبرې کوي

په قطر کې افغان طالبانو ته یوې نژدې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې د دوی او امریکا تر منځ د سولې د خبرو اترو په روان شپږم پړاو کې راپورته شوې لانجه اوس اواره شوې او ټاکل شوې، نن دواړه خواوې د څلورمې ورځې لپاره مخامخ سره خبرو ته کېني.