BBC
 شاته

ملګرو ملتونو مسعود اظهر د نړیوالو ترهګرو په لېست کې شامل کړ

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پاکستان مېشتې سخت دریځې ډلې جیش محمد مشر مسعود اظهر نوم رسماً د نړیوالو ترهګرو په لېست کې ور ګډ کړی. هند پر خپله خاوره د ګڼو بریدونو پړه پر مسعود اظهر ور اچولې او له ۲۰۱۶ کاله یې له ملګرو ملتونو غوښتنه کوله چې نوموړی ترهګر وبولي